د مقدونيا اوسېدونکو په ټولپوښتنه کې رأيه اچونه پيل کړې ده

د مقدونيا اوسېدونکو د خپل هېواد د نوم بدلولو لپاره په ټولپوښتنه کې رأيه اچونه پيل کړې ده.

دغه ټولپوښتنه له ګاونډي هېواد يونان سره تر موافقې وروسته رابلل شوې ده.

که له پېشنهادي طرحې سره سم د مقدونيا نوم «د شمالي مقدونيا په جمهوريت» بدل شي، د بالکان حوزې دغه هېواد ته به په اروپايي ټولنه او ناټو تړون کې د شموليت لار اواره شي.

د مقدونيا صدراعظم زوران زايف د ټولپوښتنې په درشل کې د خلکو ډلې ته په وينا کې ويلي چې دغه ټولپوښتنه له څو اړخونو مهمه ده:

"دغه منصفانه حل لار نه يوازې زموږ له جنوبي ګاونډي هېواد يونان سره زموږ دوستي ټينګوي، بلکې په خپل ذات کې يو لوى تړون دى چې زموږ په وړاندې د ناټو او اروپايي ټولنې ورونه پرانيزي."

په مقدونيا کې د ټولپوښتنې لپاره د رأی ورکولو مرکزونه نن پر ځايي وخت د سهار پر اوو بجو پرانېستل شول چې د ماښام تر اوو بجو به پرانيستي وي.

تمه کېږي لومړني نتايج د رأی ورکولو د مرکزونو له تړل کېدو وروسته په لومړيو دوو درېيو ساعتونو کې معلوم شي.

له رايه ورکوونکو پوښتنه شوې ايا د مقدونيا او يونان ترمنځ د موافقې په منلو سره په ناټو او اروپايي ټولنه کې د غړيتوب پلوي کوئ؟

يونان د مقدونيا له نوم سره ځکه مخالفت لري چې د خپلې خاورې په شمال کې يې يوه سيمه په همدې نوم ده.