افغان حکومت د اندونیزیا له زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړه

د افغانستان حکومت د اندونیزیا له حکومت او ملت سره د زلزلې او سونامې په نتیجه کې د یو شمېر اندونیزیایانو د مړینې په خاطر خواخوږي څرګنده کړه.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني ځان ویلي چې د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د اندونیزیا له حکومت او ولس سره غمرازي کوي.

د اندونیزیا په سولا ویسي ټاپو کې د جمعې په ورځ زلزله وشوه چې شدت یې د ریښتر په حساب ۷ اعشاریه ۵ درجې ښودل شوی او ورپسې په سمندر کې د سختو ټکانونو له امله سونامي راغله.

د دغه هېواد مرستیال ولسمشر وايي، ممکن د دې زلزلې او سونامي له کبله په زرګونو کسان مړه شوي وي.

د دې لپاره چې له لېرې پرتو سیمو سره ارتباطات پرې شوي، لاهم د ډېرو سیمو په اړه دقیق معلومات نشته.