په کوزوو کې صربیا سره د ځمکې د تبادلې د امکان پرضد لاریون وشو

په کوزوو کې خلکو له صربیا سره د ځمکې د تبادلې د امکان پرضد لاریون وکړ.

اعتراض کونکي پرون شنبې د سېپټمبر ۲۹مه د کوزوو د پلازمېنې، پریشتینا سړکونو ته راوتلي وو. هغوی "په ملي خاوره چنې مه وهئ" شعارونه ورکول.

د کوزوو ولسمشر هاشم تاچي په وروستیو کې د سرحدونو د اصلاح په نوم یوه طرح جوړه کړې ده.

د دې طرحې پر اساس به د صربیا په جنوب کې د پریسیوو په نوم دره چې اکثر خلک یې البانیايي توکمي دي، د کوزوو د خاورې برخه شي.

خو د جرمني حکومت او زیات سیاسي څارونکي دا طرحه سمه نه ګڼي او وايي چې دا کار په ټوله سیمه کې بیا د توکمیزې تفرقې اور بلولای شي.

سربیا لاهم د کوسووا خپلواکۍ ته رسمیت نه دی ورکړی.