په اندونیزیا کې شدیدې زلزلې او سونامې ۳۸۴ تنه وژلي دي

په داسې حال کې چې په اندونیزیا کې د زلزلې او سونامي په نتیجه کې د مړو شوېو کسانو د موندلو لپاره هلې ځلې نن سهار وختي بیا پیل شوې، وېره ده چې په‌دې پېښه کې به زرګونه کسان مړه شوي وي.

د اندونیزیا په سولا ویسي ټاپو کې د جمعې په ورځ زلزله وشوه چې شدت یې د ریښتر په حساب ۷ اعشاریه ۵ درجې ښودل شوی او ورپسې په سمندر کې د سختو ټکانونو له امله سونامي راغله.

د اندونیزیا مرستیال ولسمشر یوسف کالا وویل، له لېرې سیمو څخه چې ارتباطات ورسره پرې شوي دي، د خبرونو را رسېدو ته په کتو ممکن د مړو شمېر زرګونو کسانو ته ورسېږي.

د اندونیزیا کې د بېړنیو حالاتو اداره هم وايي چې د مړو شمېر ښايي نور هم زیات شي.

د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني پرون، شنبه په اندونیزیا کې د زلزلې او سونامي له امله د دې هېواد خلکو ته د سر او مال تاوان پر پېښدو خواشیني څرګنده کړې ده.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني ځان د اندونیزیا له خلکو سره په غم کې شریک بللی دی.

  • پخواني معلومات

په اندونیزیا کې د شدیدې زلزلې او سونامې له امله د مړو شمېر ۳۸۴ ته لوړ شوی دی.

د اندونیزیا په سولاویسي ټاپو کې د جمعې په ورځ زلزله وشوه چې شدت یې ۷ اعشاریه ۵ درجې ښودل شوی او ورپسې په سمندر کې د شدیدو ټکانونو له امله سونامې راغله.

په اندونیزیا کې د بېړنیو حالاتو اداره وايي چې د مړو شمېر ښايي لا زیات شي.

د افغانستان ولسمشر ، محمد اشرف غني پرون، شنبه د میزان ۷مه په اندونیزیا کې د زلزلې او سونامي له امله خلکو ته د مالي او ځاني تاوان پر پېښدو خواشیني څرګنده کړې ده.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني ځان د اندونیزیا له خلکو سره په غم کې شریک بللی دی.