سوریې له اردن سره د نصیب په نوم تړل شوې سرحدي لاره بېرته پرانيسته

سوریې حکومت له اردن سره د نصیب په نوم هغه سرحدي لاره نن بېرته پرانيسته چې درې کاله مخکې د یاغیانو له خوا تړل شوې وه.

د سوریې د ټرانسپورټ وزارت دا خبره کړې ده.

د نصیب لویه سوداګریزه لاره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د یاغیانو له خوا نیول شوې وه چې ورسره د هغو سلګونو لاریو د تګ راتګ مخه نیول شوې وه چې هره ورځ به یې د ترکیې ـ خلیج او هم د لبنان ـ خلیج سوداګریز توکي انتقالول.

د سوریې د ټرانسپورټ وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي چې د سوریې او اردن ترمنځ پوله کې د دغو سوداګریزو لاریو تګ راتګ نن شنبه پیل شو.

له دغې لارې به په کال کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت سوداګري کېده چې له تړل کېدو سره یې د سوریې او د ګاونډیو هېوادونو اقتصاد زیانمن شو.

د لبنان د اقتصاد وزارت په جولای میاشت کې ویلي وو چې دغه لاره د لبنان د اقتصاد لپاره حیاتي اهمیت لري او د هغې د پرانيستلو لپاره باید له یاغیانو سره معامله وشي.

د سوریې حکومت د خپلو متحدینو روسیې او ایران په مرسته په دې وروستیو کې د دغه هېواد ډېره برخه بېرته له وسله والو مخالفینو څخه ونیوله.