د سالنګ ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسؤل له خپلو ملګرو سره وژل شوی

د پروان سیمه ییز چارواکي وایي، د سالنګ ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسؤل له خپلو نورو ملګرو سره وژل شوی دی.

د پروان د سیاګرد ولسوال نور اقاسامع ازادي راډیو ته وویل چې شااوخوا پنځوسو وسله والو طالبانو تېره شپه د سیاه ګرد ولسوالۍ د چهارقلعه سیمې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې د ده په خبره، له درنو تلفاتو سره بېرته په شاتمبول شوي دي.

ښاغلي سامع وویل، په وژل شویو کې د سالنګ لپاره د طالبانو پوځي مسؤل قاري مناف هم وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.