نن د شنبې په ورځ د سهار نهه نیمې بجې په خوست کې د ولسي جرګې د یو
نوماند عبدالولي اخلاص په ګاډي پسې بمي چاودنه شوې ده.
د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي چې یاده چاودنه د خوست ښار پروژې پل
سره نږدې شوې او له کبله يې یوه ملکي وګړی ټپي شوی دی.
د پېښې عیني شاهدان وايي چې چاودېدونکي توکي په یو موټرسایکل ځای پر ځای
شوي وو، کله چې د نوماند ګاډی ورنږدې شو، نو چاودنه رامنځته شوه.
په دې پېښه کې نوماند او ساتونکو ته يې زیان نه دی رسېدلی.
د پيښې مسوولیت تر اوسه چا ندی منلی.