اسرائیلي ځواکونو د غزې په تراړه کې شپږ فلسطینیان په ډزو ووژل

په غزې تراړه کې پرون د تازه شخړو پر مهال اسرائیلي ځواکونو شپږ فلسطینیان په ډزو ووژل.

په غزه کې د اسرائیل پولې ته نزدې له تیرې مارچ میاشت راهیسې فلسطینیان هره جمعه اعتراضونه کوي.

د غزې روغتیا چارواکو ویلي دي چې په وژل شوو فلسطینیانو کې یو ۱۴ کلن هلک هم شامل دی.

د اسرائیل پوځ وايی شاوخوا شل زره فلسطینیانو پرون په مظاهرو کې پر سرتیرو د ډبرو او پترولي بمونو ګزارونه وکړل.

د تیرې مارچ میاشت راپدیخوا په غزه کې د جمعې ورځې د اعتراضونو په لړ کې تر اوسه پورې ۱۹۱ فلسطینیان وژل شوي دي.