د ايران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک وايي، په سيستان بلوچستان ولايت کې يې د پاکستان سرحد ته نېږدې څلور افراطي وسله وال وژلي دي.
دغه ځواک په هغه اعلاميه کې چې نن د ايران دولتي رسنيو خپره کړې، ويلي چې ايراني ځواکونو څلور ترورېستان وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
اعلاميه وايي، د يوې ترورېستې ډلې پاتې نور غړي ګاونډي هېواد ته تښتېدلي دي.
سپاه پاسداران انقلاب ځواک په خپله اعلاميه کې ويلي چې دغه ترورېستي ډله د نړۍ په يوه متکبر ځواک پورې تړلې ده.
ايراني ځواکونه وخت ناوخت په سيستان بلوچستان ولايت کې له افراطي وسله والو يا هم د مخدره موادو له قاچاقوونکو سره جګړه کوي.
تر دې مخکې ايران تور لګولى چې د تېرې اوونۍ په وژونکې حمله کې سعودي عربستان، متحده عرب امارات او د امريکا متحدو ايالتونه دخيل دي.
تېره شنبه د خوزستان ولايت په مرکز اهواز کې پر پوځي پرېډ په حمله کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د غړو او ملکيانو په ګډون ٢٥ کسان ووژل شول.
سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو او د امريکا متحدو ايالتونو کې په هغه حمله کې خپل دخالت رد کړى دى.