په کابل کې ځينو دیني عالمانو په يوه غونډه کې په افغانستان کې د روانې جګړې د بېړنۍ درېدو غوښتنه وکړه.
دوی چې نن جمعه له بېلابېلو ولایتونو "د منبرونو د توحید" په نامه په یوه سیمنار کې ګډون کړی و، وويل چې ديني عالمان باید د جګړې په درېدو کې خپل مهم رول ولوبوي.
يوه دیني عالم محمد ملکیار وويل:
”ټولو علماو ته وړانديز دى چې د مسجد او ممبر حق ادا کړي او د هغو اهدافو لپاره يې وکاروي چې د وطن او دين ارزښتونه په کې نغښتې وي، د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کېږي چې د اسلام او شريعت په رڼا کې جنګ ته د پاى ټکى کښېږدي.“
د سيمينار برخوالو وويل، په کار نه ده چې د افغانستان دیني عالمان په وړو مسایلو مصروف وي.