د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، که کوم کانديد د خپل انتخاباتي کمپاين پر مهال له دولتي امکاناتو استفاده وکړي، په وړاندې يې قانوني چلند کېږي.
نن په افغانستان کې د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو لپاره کمپاينونه رسماً پيل شول چې د تلې يا ميزان تر ٢٥مې به دوام کوي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسيون مرستيال وياند ذبيح الله سادات له ازادي راډيو سره په خبرو کې دولتي چارواکو ته هم خبردارى ورکړ.
ده وویل:
”له کانديدانو مو هم دا غوښتنه کړې ده چې له دولتي امکاناتو استفاده ونه کړي، که دا موضوعات رابرسېره شي، امکان شته چې قانوني چلند ورسره وشي، ولسمشر هم په دې اړه فرمان ورکړى چې که کوم چارواکى هم د کوم کانديد په ګټه له دولتي امکاناتو استفاده وکړي، دوى به له دندو لېرې او عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي.“
د ټاکنو خپلواک کمېسيون له امنیتي ارګانونو څخه غوښتنه کړې چې د کمپاینونو پرمهال د کاندیدانو امنیت خوندي کړي.
د ولسي جرګې انتخابات د تلې میاشتې پر ۲۸مه کېږي.