د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پيوستون د عمل ګډ پلان څه دى؟

د افغانستان اجرائیه رئیس وايي، افغان حکومت په تمه دى چې د افغانستان او پاکستان د عمل ګډ پلان تطبيق شي.

پر دغه پلان کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير د سفر پر مهال هم خبرې وشوې.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پيوستون د عمل ګډ پلان په اصل کې څه دى؟

د افغانستان او پاکستان د سولې او پيوستون د عمل ګډ پلان د روان لمريز کال په لومړيو کې نهايي شو.

دغه سند د غويي مياشتې په ٢٥مه په اسلام اباد کې په هغه غونډه کې نهايي شو چې مشري يې د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو معينانو حکمت خليل کرزي او تهمينې جنجوعې کوله.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان پخواني صدراعظم شاهد خاقان عباسي په کابل کې د تېر لمريز کال په کب يا حوت مياشت کې موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو مقامات به د دغه پلان سند نهايي کوي.

دغه پلان چې په ټوله کې ٧ برخې لري، د عملي کېدو لپاره يې کاري ډلې جوړې شوې دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت احمدي ازادي راډيو ته وويل، دغه پنځه کاري ډلې په څو برخو کې کار کوي.

ده وویل:

”د افغانستان او پاکستان د عمل ګډ پلان پنځه برخې لري، يعنې د دې لپاره ٥ کاري ډلې جوړې شوي چې په امنيتي، سياسي، پوځي، د کډوالۍ او د اقتصادي همکاريو په برخو کې کار کوي.“

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په هغو ٧ مادو کې چې په دغه پلان کې موافقه ورباندې شوې، دغه مسايل شامل دي:

۱ - پاکستان به د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د افغانستان د سولې او پخلاینې ملاتړ کوي.

۲ - دواړه لوري به د هغو عناصرو پرضد اغېزناک ګامونه پورته کوي چې د افغانستان يا پاکستان امن ته ګواښ پېښوي.

۳ - دواړه لوري ژمن دي چې خاوره به یې د بل هېواد، شبکې، ډلې یا فرد له خوا د مقابل هېواد د حکومت پر ضد نه کارول کېږي.

۴ - د منل شويو اصولو د پلي کولو لپاره باید د اړیکو د مدیرانو له لارې د ارزونې، همغږۍ او تثبیت ګډ میکانیزم جوړ شي.

۵ - دواړه هېوادونه د یو بل په خاوره کې د ځمکني او هوايي تهديد مخنیوي ته ژمن دي.

۶ - دواړه لوري د يو بل د تورونولو د مخنیوي، اندېښمنوونکو او جنجالي مسئلو ته د ځواب ویلو په هدف، د سولې او پیوستون لپاره د افغان- پاک عمل پلان (APAPPS) د همغږۍ میکانيزم کاروي.

۷ - د سولې او پیوستون لپاره به د افغانستان او پاکستان د عمل ګډ پلان او د پورتنیو اصولو د پلي کولو لپاره کاري ډلې او د همغږۍ میکانیزم جوړوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د دغه پلان له مخې دواړو هېوادونو د ترورېزم په وړاندې پر ګده مبارزه، د ناامنيو پر مخنيوي، په باعزته توګه خپل هېواد ته د افغان کډوالو پر ستنولو، د سولې پر ټينګښت او د اقتصادي همکاريو پر پياوړتيا ټينګار کړى دى.

افغانستان او پاکستان له لسيزو راهيسې په خپلو اړيکو کې سختې لوړې ژورې تجربه کړې دي.

په افغانستان کې د ناامنيو په ګڼو پېښو کې د ملامتۍ ګوته پاکستان ته نيول شوې او په دې تورن شوى چې په خپله خاوره کې يې هغو افراطي وسله والو ته پناه ورکړې چې په افغانستان کې په حملو تورن دي، خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

افغان حکومت وايي، د سولې او پيوستون د عمل د ګډ پلان په څلورمه غونډه کې پرېکړه شوې چې د دغه پلان عملي کېدل دې وڅارل شي.

د افغانستان د ولسي جرګې د نړيوالو اړيکو د کمېسيون غړې مېرمن ارين يون وايي، د دغه سند پر اساس دواړه لوري هڅه کوي چې تر ډېره د سولې د ټينګښت لپاره کار وکړي.

ارین یون

دې زیاته کړه:

”دواړه غاړې غواړي چې د سولې په برخه کې کار وکړي او عملي ګامونه پورته کړي، مخکې هم دغسې تعهدات شوي وو چې عمل نه دى ورباندې شوى، ولسونه خو سل په سلو کې هيله مند او د سولې غوښتونکي دي.“

افغان حکومت په وار وار اندېښنه ښوولې چې د اسلام اباد له خوا د افغانستان او پاکستان د سولې او پيوستون د عمل ګډ پلان نه تطبيقېږي.

په وروستي مورد کې د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو ۷۳ يمې اسمبلۍ ته په وينا کې وويل، افغان حکومت د دغه پلان تطبیق ته سترګې په لار دى.

که څه هم عمران خان چې کله د پاکستان صدراعظم شو، د افغان سولې او ثبات د ټينګښت ژمنه یې وکړه، خو معلومه نه ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ له ترورېزم سره د مبارزې، سولې او امنیتي همکاریو په هدف، د سولې او پيوستون د عمل ګډ پلان به څومره عملي شي.