د ۲۰۲۴ کال د فوټبال د اروپايي جام سیالیو د کوربه توب لپاره جرمني غوره شو.
د اروپايي جام د کوربه توب لپاره دواړه ترکیه او جرمني کاندیدان وو خو د اروپا د فوټبال د فدراسیون UEFA اجراییه کمیټې ۱۲ د ۴ په وړاندې د جرمني په ګټه رأیې ورکړې.
جرمني په ۱۹۸۸ کال کې هم د اروپايي جام کوربه و، خو ترکیه پر سږني کال سربیره درې ځلې مخکې په ۲۰۰۸، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کلونو کې په دې برخه کې ناکامې هڅې کړې دي.
جرمني همداراز دوه ځلې په ۱۹۷۴ او ۲۰۰۶ کلونو کې د فوټبال د نړیوال جام کوربه پاتې شوی دی.
د اروپايي جام په سیالیو کې د شاملو ۲۴ ټیمونو ۵۱ مسابقې به د جرمني په پلازمېنه برلین او نهو نورو ښارونو- کولن، دورتموند ،فرانکفورت ، ګیلسین کیرښین، دوسولدورف ، لایپزیک، هامبورګ، شتوتګارت او مونش کې ترسره شي. تمه ده چې د دې لوبو ۲،۸ میلیون ټکټونه به بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.
د ۲۰۲۰ کال د اروپايي جام سیالۍ په یوه هېواد کې نه بلکې د اروپا د قارې د بیلابیلو هېوادونو په ښارونو کې پلان شوي دي.