انتخاباتو کمېسیون: د ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو دقیقه نېټه نه ده معلومه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د ولسوالیو شوراګانو دقیقه نېټه لاهم معلومه نه ده، خو دغه انتخابات د مېزان/تلې پر ۲۸ نه ترسره کېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د دوی له چمتووالي سره سره د ولسوالیو شوراګانو انتخابات د ولسي جرګې له انتخاباتو سره یو ځای نه ترسره کېږي.

د دغه کمېسیون چارواکي وایي، د ولسوالیو شوراګانو د نېټې ټاکلو موضوع یې اړوند کمېسیون ته چې د امنیت شورا، سترې محکمې او ملي شورا له استازو جوړ دی، سپارلې، خو وایي، دقیقه نېټه یې لا تر اوسه نه ده ټاکلې.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات آزادي راډیو ته وویل:

"دا نور په دوی پوري اړوند کېږي، هغه کمېسیون به پرېکړه کوي تر څلورو میاشتو پوري به دوی نېټه ټاکي البته د ټاکنو د ورځې وروسته څلورو میاشتو پوري، بیا وروسته که چېرې وضعیت همداغسي وو، نو کولی شي دا دوره د څلورو نورو میاشتو لپاره تمدید کړي، خو او س دا انتخابات د ولسي جرګې له انتخاباتو سره نه ترسره کېږي."

ټاکل شوې وه د ولسوالیو شوراګانو انتخابات د ولسي جرګې له انتخاباتو سره یو ځای د مېزان یا تلې پر ۲۸ نېټه ترسره شوي وای.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د ولسوالیو شورا ګانو انتخابات تجربه کوي.

د انتخاباتو په قانون کې د ولسوالیو شوراګانو لپاره ځانګړي مقررې نشته، د ولسوالیو شوراګانو د استازو امتیازات، ځای، مسؤلیتونه او صلاحیتونه معلوم نه دي.

بلخوا ځیني ټولنیزې ناخوالي او امنیت هم د دې سبب شو چې ددغو انتخاباتو لپاره په کافي اندازه کسان ځانونه کاندید نه کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د افغانستان له نژدې څلور سوه ولسوالیو څخه یوازي په څلوېښتو ولسوالیو کې د ولسوالیو شوراګانو دومره کاندیدان ثبت شوي دي چې له یو بل سره یې رقابت کولی شو.

په ۱۲۰ ولسوالیو کې هیڅ ښځینه کاندیداني نشته او په ۴۲ ولسوالیو کې ښځينه او نارینه کاندیدان نه و.

دا چې د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو اهمیت څه دی او که نه ترسره کېږي عواقب به یې څه وي، د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید آزادي راډیو ته داسي وویل:

یوسف رشید

"د افغانستان په مشرانو جرګې کې یوه په دریمه برخه څوکۍ د ولسوالیو شوراګانو استازو ته تخصیص شوي چې تر اوسه پوري پدې دوره کې هغه خالي پاته دي، یعني له قانوني اړخه د سنا هغه ترکیب په پوره ډول نه لرو، او دا به همداسي دوام وکړي. دوهم: ډیری مسایل له سیاسي اړخه چې قانون ته راجع کیږي ،د هغه لپاره لویه جرګه پکار ده او په لویه جرګه کې د ټولو ولسوالیو د شوراګانو ریسان غړیتوب لري چې دا یو لوی رقم دی. که چیرې دا انتخابات نه ترسره کیږي نو په راتلونکې کې احتمالي سیاسي ستونزي هواری په سمه توګه ترسره نشي."

د فیفا اجرائیوي مشر وایي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغو انتخاباتو د ځنډ پرېکړه کې عجله کړې ده.

د ښاغلي رشید په خبره د ځینو ستونزو د هواري لپآره یې حل لاري درلودې، خو کمېسیون خپله پرېکړه وکړه.

د فیفا اجرائیوي مشر وړاندیز وکړ چې اړوند حکومتي کمېسیون باید اوس دا مسئله له ابهامه راوباسي او دا یقیني کړي چې د ولسوالیو شوراګانو انتخابات له ولسمشرۍ انتخاباتو سره ترسره کیدای شي که نه، څو د تېرو ستونزو د تکرار مخه ونیول شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د حمل/ وري ۳۱ نیټه په پام کې نیول شوې ده.

په همدې حال کې د انتخاباتي چارو څیړونکي په دې باور دي چې اوس دا مسئله ځنډیږي، د هغو څه باندي ۶ زره کسانو چې ځانونه یې ولسوالیو شوراګانو ته نوماند کړي او خپلې دندې یې له لاسه ورکړي دي، حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید ځواب ووایي.