جرمني له افغانستان سره ۲۳۴ میلیونه یورو مرسته کوي

له افغانستان سره د جرمني د ۲۳۴ میلیونو یورو د مرستې تړون لاسلیک شو.

په افغانستان کې د جرمني سفیر پیتر پروګل د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبرې ناسته کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۸ کال د دوه اړخیزو خبرو په اړه وویل، هېواد به یې د افغانستان دوامداره همکار وي:

"موږ تېره ورځ له افغانستان سره د ۲۳۴ میلیونو یورو د مرستې ژمنه وکړه، جرمني له افغانستان سره د بیارغونې، ښې حکومتوالۍ او اقتصادي ودې په برخو کې، د افغانستان د خلکو دوامداره مرستو ته ژمن دی."

د افغان چارواکو په خبره، دا له افغانستان سره د جرمني د کلنیو همکاریو یوه برخه ده.

دغه مرسته به، د ښې حکومتوالۍ، تلپاتې اقتصادي ودې، د ښارونو او ولسوالیو د زېربنايي پراختیاو، بشر دوستانه مرستو او ثبات ته متمرکزه وې.

دغه مرسته به د ۲۰۱۷ کال نه په پاتې شویو او د ۲۰۱۸ مېلادي کال په پروژو ولګېږي.

جرمني د افغانستان له مرستندویو هېوادونو څخه دی.

دغه هېواد له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ۴،۰۶ میلیارده یورو پانګونه کړې ده.

د جرمني سفارت وايي، په افغانستان کې هرکال د هغه هېواد د بېلابېلو ادارو له خوا ۴۳۰ میلیونه یورو مصرفېږي.

ښاغلي پروګل وویل، جرمني د افغانستان د ملکي بیارغونې او پراختیا لپاره، له ۲۰۱۷ نه تر ۲۰۲۰ مېلادي کاله پورې د۱،۷ میلیاردو یورو ژمنه کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیالې ناهید سرابي وویل، د دغې مرستې ۶۲ میلیونه یورو به د افغانستان د بودجې او نوره به یې په مستقیمه توګه د جرمني له خوا مصرف شي.

دې وویل، افغانستان په دې برخه کې روڼتیا ته ژمن دی:

"د المان فدرالي جمهوریت، د افغان حکومت له ښو شریکانو دی او په بېلابېلو برخو کې یې له موږ سره مرستې کړي دي، موږ ژمنه کوو کومه اندازه پیسې چې د دولت د بودجې له لارې لګېږي په شفافه توګه به ولکېږي او پر وړاندې یې ځواب ویونکي یو."

په ورته وخت کې د جرمني د اقتصادي او پراختیايي همکاریو د برخې رییس هینګ پلاتي هیله وښوده چې د دغو پروژو د موثریت لپاره شفافیت په پام کې ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روڼتیا یو شمېر نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د مرستو په حیف و میل کولو اندېښنې ښودلي دي.

د مالیې وزارت په خبره په پام کې ده چې افغانستان تر راتلونکو دوو میاشتو پورې د ژنیو په ناسته کې ګډون وکړي او د پرمختګ، شفافیت، اصلاحاتو او د اداري فساد ضد پر وړاندې د مبارزې په اړه د یادې ناستې ګډوالو ته راپور وړاندې کړي.

راپور:خان محمد سیند