د هاشي هارا کراتې افغان لوبډلې ته ۳۰ لوبغاړي غوره شوي

د افغانستان د بدني روزنې فدراسیون وايي چې د هاشي هارا کراتې ملي لوبډلې ته يې دیرش تنه لوبغاړي غوره کړي دي.

د دغه فدراسیون ویاند عارف پیمان نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه لوبغاړو د غوراوي په هدف له تېرو څلورو ورځو راپه دیخوا په کابل کې د اولس ولایتونو ۵۰۰ لوبغاړو په خپل منځونو کې سره سیالۍ وکړې چې ۳۰ تنه ترې د ملي لوبډلې لپاره غوره شول.

ښاغلي پیمان وویل چې دغه سیالۍ نن پای ته ورسېدې.

هاشي هارا کراته د تکواندو یو ډول دی چې تازه تازه په افغانستان کې پیل شوې ده او بدني روزنې فدراسیون هڅه کوي چې ښه لوبغاړي ورته وروزي.