د فوټسال افغان لوبډله انګلستان سره لوبېږي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د تایلنډ په څلور اړخېزو سیالیو کې نن خپله لومړۍ لوبه د انګلستان په وړاندې ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه سیالي د تایلنډ په بنکاک ښار کې ترسره کېږي.

په دې سیالیو کې د کوربه تایلنډ ترڅنګ د افغانستان، انګلستان او مالیزیا لوبډلې ګډون لري چې د روانې میلادي میاشتې سېپټمبر له ۲۷مې به تر ۲۹مې نېټې د یو بل په وړاندې سیالي کوي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به سبا د جمعې په ورځ له مالیزیا او خپله وروستۍ لوبه به د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ د کوربه تایلنډ په وړاندې ترسره کړي.