له افغانستانه اروپا، روسیې، چین، سعودي او هند ته هوايي دهلېزونه پرانېستل شول

نن له افغانستانه اروپا، روسیې، چین، سعودي عربستان او د هندوستان ټولو ښارونو ته هوايي دهلېزونه پرانېستل شول.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي چې نن دوه لومړي پروازونه له کابله اروپا او د هندوستان کلکتې ښار ته ترسره شول.

د دې خونې مرستیال خانجان الکوزي د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې په دې اړه په جوړو شوېو مراسمو کې وویل چې نور د افغانستان سوداګري په یوې لارې پورې نه ده تړلې، بلکې د هوا له لارې د دې هېواد سوداګر کولای شي په کمه موده کې خپل سوداګریز توکي د نړۍ بېلابېلو برخو ته ورسوي.

د ښاغلي الکوزي په خبره له اروپا د دغه هوايي دهلیز په پرانېستلو سره له ۳۰ کلن ځنډ وروسته د افغانستان سوداګریز مالونه اروپايي هېوادونو ته انتقالېږي.

ده وویل چې د هوايي دهلیزونو له لارې هرکال افغان سوداګر بهرنیو هېوادونو ته یو میلیون ټن صادارت لري.