اردوغان: جرمني دې د ګولن حرکت د تروریستي سازمان په حیث وپېژني

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له جرمني وغوښتل چې د فتح الله ګولن حرکت د یوه تروریستي سازمان په حیث وپېژني.

فتح الله ګولن په متحد ایالتونو کې ژوند کوي. انقرې دی د ترکیې د دوه زره شپاړسم کال د ناکامه کودتا په کولو تورن کړی.

فرانکفورتر الګیمین زیتونګ ورځپاڼې د رجیب طیب اردوغان دا خبره رااخیستې ده چې وایي، د ناټو دغه دوه غړي باید سره یوځای شي ترڅو د امریکا د متحد ایالتونو د بیځایه تجارتي جګړې مخه ونیسي.

د ترکیې او جرمني اړیکي هم د ۲۰۱۶ کال تر کودتا وروسته څه ناڅه خړپړ شوې دي.