اردوغان راتلونکې اکتوبر میاشت مالدوا ته سفر کوي

د ترکيي ولسمشر رجب طیب اردوغان په راتلونکې اکتوبر میاشت کې مالدوا ته سفر کوي.

اروغان په داسې حال کې مالدوا ته ځي چې دې هېواد څو اوونۍ وړاندې ۷ ترکي وګړي انقرې ته وسپارل.

د بشري حقونو ډلو د مالدوا پر دې اقدام انتقادونه کړي دي.

د مالدوا ولسمشر ایګور دودان نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې ولسمشر اردوغان به د مالدوا په مرکز کې د ولسمشرۍ د نوې ودانۍ د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون وکړي او د دې هېواد ګاګوزیا ترک ټبره میشتې خپلواکې سیمې ته هم لاړ شي.

د مالدوا چارواکو د ترکيي له استخباراتو سره یو ځای د سپتمبر په ۶ نیټه ۶ ترکي وګړي ونیول.

د مالدوا امنیتي ادارو وویل چې دې ۶ ښونکو ددې هېواد ملي امنیت ته ګواښ پېښ کړی و.

دا ۶ ترکي ښونکو په امریکا کې مېشت د ترکيې د حکومت د مخالف فتح الله ګولین اړوندو ښونځیو کې تدریس کاوه.

د رجب طیب اردوغان حکومت ګولین د ۲۰۱۶ کال د کودتا د ناکامې هڅې ترشاه بولي هغه څه چې ګولین يې ردوي.