د امریکا غږ اشنا راډیو د ښونځیو د زده کونکو د پوهنې د سطحې د لوړولو په هدف د معارف وزارت سره په انګلیسي ژبه لیکل شویو ۱۵ زره جلده کتابونو مرسته وکړه.
د امریکا غږ د مرکزي او جنوبي اسیا د برخې مشر اکبر ایازي تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل امریکا غږ د انګلیسي ژبې په تدریس او ترویج کې زیات مهارتونه لري او هڅه کوي چې په دې برخه کې له افغان زده کونکو سره مرسته وکړي.
د پوهنې د وزارت د عمومي ښونو مسول ابراهیم شینواري د امریکا غږ اشنا راډیو له دې همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل چې دا کتابونه د افغانستان په مختلفو ښونځیو وویشي.