عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو په ۷۳ یمه عمومي اسمبله کې وینا کوي

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن د ملګرو ملتونو په ۷۳ یمه عمومي اسمبله کې وینا کوي.

د ښاغلي عبدالله وینا به له ترهګرۍ سره پر مبارزې او په نړیواله او سیمه ییزه همکارۍ متمرکزه وي.

د اجرائیه رئیس ویاند مجیب الرحمن رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی عبدالله به له ترهګرۍ سره د پاکستان د نه مبارزې مسئله هم په ډاګه کړي.