اذربایجان په ننګورنو قره باغ کې پوځي تمرینات پارونکي بللي

اذربایجان په جلا شوې ننګورنو قره باغ سیمه کې د ارمنیا ملاتړ لرونکو ځواکونو له خوا پلان شوي پوځي تمرینات پارونکي بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو خواوو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

د ننګورنو قره باغ سیمې چارواکو ویلي دي چې د دوی هوايي ځواک د سېپټمبر له ۲۵ مې نېټې تر ۲۸ مې نېټې پورې د پیلوټانو د مهارتونو د بهتره کولو په هدف پوځي تمرینات کوي.

د اذربایجان دفاع وزارت خبرداری ورکړی که "د دښمن هره الوتکه د اذربایجاني ځواکونو د لومړۍ کرښې پوستو ته د نژدې کېدو هڅه وکړي نو سمدستي به له منځه یوړل شي."

د بیلتون غوښتونکو یو ویاند بیا ویلي، که د ازربایجان له خوا له کوم تېري کوونکي چلند سره مخ شي دوی به یې ځواب ووايي.

اذربایجان او ارمنستان له کلونو راهېسې د نګورنو قره باغ سیمې پر سر شخړه لري.

دې سیمې چې اکثریت وګړي یې ارمني نژاده دي، له ۱۹۸۸څخه تر ۱۹۹۴ میلادي کال پورې له جګړې وروسته یې له اذربایجان څخه د خپلواکۍ اعلان وکړ.

دې جګړې کې شاوخوا ۳۰ زره کسان وژل شوي وو.