بشري حقونو د ډان ورځپاڼې د خبریال د بندي کولو حکم غندلی

د رسنيو لپاره د پاکستان د بشري حقونو ادارو او ټولنو د محکمې هغه حکم غندلی چې وايي د ډان ورځپاڼې یو خبريال بايد توقيف شي او دا ځکه چې هغه یوه داسي مرکه کړې وه چې پکي د پاکستان پر پوځ انتقاد شوی وو.

#IStandWithCyril نن پر ټويټر باب شو او د سريل المایده همکارانو او نورو سیاسي کسانو په پنجاب ايالت کې د لاهور د عالي محکمې پر دغه پرېکړه انتقادونه وکړل.

محکمې همدا راز حکم کړی چې چارواکي باید المايده د اکتوبر په اتمه نېټه محکمې ته وړاندي کړي.

د پخواني صدراعظم نواز شريف پر وړاندې د اقداماتو غوښتنه شوې چې د محکمې په همدې غونډه کې ورباندې بحث کېږي.

پر نواز شريف د غدارۍ ملي خيانت تورونه دي چې ګواکي په يوه مرکه کې يې د پاکستان د دولتي ادارو د بدنامولو هڅه کړې.

له نواز شريف سره دا مرکه خبريال سريل المايده کړې چې د روان کال په مې مياشت کې خپره شوې وه.

په دې مرکه کې نواز شريف ويلي چې ګواکي د هندوستان په ممبۍ ښار کې د ۲۰۰۸م کال په حملو کې لاس لرونکو سخت دريځو د پاکستان د پوځ ملاتړ درلود.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ويلي، د المایده د توقيف پر غوښتنه سخت اندېښمن دي.

د پاکستان د رسنیو ټولنې د المايده اړوند د محکمې پرېکړه د بيان پر ازادۍ حمله بللې ده او ژمنه يې کړې ده چې دوی به يې پر ضد اعتراضونو ته دوام ورکړي.