چارواکي: په لښکرګاه کې چاودنې يو پوليس وژلی

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې په چاودنه کې يو پوليس وژل شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډيو ته وويل چې چاودنه د یوه مقناطيسي بم په واسطه شوې ده.

د معلوماتو له مخې، مقناطیسي ماین په یوه موټر کي ځای په ځای شوی و.

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.