د پاکستاني پولیسو يو افسر ناڅرګندو وسله والو وژلی

د پولیسو يو افسر چې د پاکستان په شمال لوېديځ کې د پولیو د واکسيناسيون ټیم د خونديتوب لپاره ګمارل شوی و، ناڅرګندو وسله والو وژلی دی.

د امنيتي چارواکو په وينا، دا پېښه نن سې شنبه سهار د قبايلي سيمې په باجوړ ايجنسۍ کې د بادام په نوم کلي کې شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کوم چا يا ډلې نه دی منلی.

تر دې مخکې هم په پاکستان کې وسله والو کسانو د پوليو د واکسيناسيون ټيمونه تر حملو لاندې را وستي وو.

د پولیو پر وړاندې د واکسيناسیون درې ورځنی کمپاین پرون د سپټمبر په ۲۴مه د خيبر پښتونخوا ایالت په شمال لوېديځو سیمو کې پیل شو او ويل کېږي چې تر پنځو کلونو کم عمر لرونکي ۶ ميلیونه کوچنیان به واکسين شي.