مټېس: امریکايي پوځيان په افغانستان کې خپل تاکتیکونه تنظیموي

د امریکا د فاع وزیر وايي، د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې له ډېرېدو وروسته، امریکایي سرتېري خپل تاکتیکونه تنظیموي.

وروسته له هغې چې افغان امنیتي چارواکو د افغان پوځيانو د تلفاتو له زیاتېدو اندېښنه وښوده، اوس د امریکا دفاع وزیر وايي، امریکايي پوځيان خپل تکتیکونه تنظیموي.

جیمز مټېس د دوشنبې په ورځ په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل، په تېرکال کې افغان امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واوښته، خو دغو ځواکونو بیا هم ماته ونه منله.

ښاغلي مټېس همدارنګه ویلي چې له افغان امنیتي ځواکونو څخه هر اړخیز ملاتړ کوي، خو ښاغلي مټېس د خپلو نویو تاکتیکونو د تنظیم په تړاو ډېر معلومات ورنه کړل.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار له شپنيو عملیاتو څخه انتقاد کوي او وايي چې که څه هم دغه عملیات د وسله والو مخالفانو پر ضد په لار اچول کېږي، خو تر ډېره پکې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

فضل هادي مسلمیار

دی زیاتوي:

"مونږ له امنیتي اورګانونو غواړو، تر څو د شپنیو عملیاتو د ترسره کولو په اړه بیا ځلې نظر واچوي، په پټو سترګو عملیات ونه کړي چې په نتیجه کې ماشومان، ښځې او په ټوله کې ملکیان وژل کېږي او دا مونږ ته د منلو وړ نه دي."

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه هیئت بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هوايي حملو په ترڅ کې د ملکي تلفاتو له زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

یوناما دغه راز د سپټمبر په ۲۲مه د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د یوه ښوونکي پر کور هوايي برید ته په اشارې ویلي چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي او زیات شمېر نور ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي، د برید ټول قربانیان د نیا، نیکه او ماشومانو په ګډون چې عمرونه یې د دوه او دولسو کلونو تر منځ وو، له یوې کورنۍ څخه وو.

یوناما په دغه بیان کې ویلي، د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۴۹ ملکي افغانان د هوايي بمباریو له امله وژل شوي او ۲۰۴ نور ټپیان شوي چې دا شمېرې د ۲۰۱۷ کال د همدې مودې په پرتله، د ملکي تلفاتو په کچه کې ۵۲ فیصده زیاتوالی ښيي.

یوناما اندېښنه ښودلې چې د ټولو هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو له نیمایي څخه زیاته برخه ښځې او ماشومان جوړوي.

د ملکي وګړو د تلفاتو ترڅنګ د پوځيانو د تلفاتو له زیاتېدو هم اندېښنې مطرح شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د مشرانو جرګې د یکشنبې د ورځې په ناسته کې ویلي، په تېره یوه میاشت کې له ۵ سوو ډېر د ملي اردو سرتېري وژل شوي او له ۷۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

په دغه ناسته کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ویلي، هره ورځ د ملي اردو او پولیسو ۳۰ سرتېري وژل کېږي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو یوشمېر کارپوهان له هغې ډلې محداګل مجاهد په دې باور دی چې د جګړې د تاکتیک بدلول ګتور نه تمامېږي او په وینا يې، په تېرو اتلسو کلونو کې هم په وضعيت کې بدلون نه دی راغلی.

دی وایي:

"له شک پرته د افغانستان جګړه بهرنی ابعاد لري او ګټه یې یوشمېر د سیمې او نړیوالو هېوادونو ته رسېږي او چې د امریکا دفاع وزیر وايي چې د جګړې تاکتیک بدلوي، زما په اند په جګړې څوک افغانستان نه شي نیولای او جګړه د حل لار نه ده."

د نوموړي په وینا، په تېرو څو لسیزو کې افغانانو په دغه جګړه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

خو ښاغلي مجاهد ټينګار وکړ چې د جګړې د تاکتیک بدلولو پرځای دې، د سولې خبرو اترو ته ډېر تمرکز وشي، ځکه په وینا يې چې جګړه د حل لار نه ده او ګټونکی او بایلونکی به ونه لري.

راپور: ناجیه ساپۍ