د روسیې او قرغزستان ۲زره سرتېري په ګډو تمرينونو کې ګډون کوي

د روسیې او قرغزستان شاوخوا دوه زره سرتېري د تروريستانو پرضد په ګډو تمرينونو کې ګډون کوي.

دوی دا ګډ تمرینونه سبا د سېپتمبر په ۲۶مه نېټه د قرغزستان په ختيځ کې پيلوي.

د روسیې دفاع وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي چې په دغو نظامي تمرينونو کې د ۳۰ روسي الوتکو او بالستیک توغنديو «Iskander-M» په ګډون شاوخوا ۴۰۰ نظامي وسيلې برخه لري.

روسي او قرغزي چارواکو ويلي چې د دغو ګډو نظامي تمرينونو هدف د داعش ډلې د جګړه مارانو مخنیوی دی چې په منځنۍ اسيا کې ځان ته خوندي ځای جوړول غواړي.