د افغان حکومت اجرائیه ریاست د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش جان سوپکو په ځواب کې وايي چې اوس په افغانستان کې د فساد پر وړاندې مهم اقدامات شوي دي.
اجرائیه ریاست د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې مفتش جان سوپکو دا څرګندونې تأییدوي چې د نړیوالو مرستو یوه برخه حیف او میل شوې، خو وايي چې اوس د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره میکانیزمونه رامنځته شوي دي.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امېد میثم د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ښه جوړښتونه رامنځته شوي او هڅه کېږي چې مرسته شوې پیسې په کامل شفافیت سره په افغانستان کې مصرف شي.
امید میثم
دی وایي:
"اوس د حکومت د رهبرۍ په کچه د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې اراده شته، د لومړي ځل لپاره د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د یوې کړنلارې شاهد یوو او همدا راز د عدلي او قضايي مرکز په څېر بنسټونه او جوړښتونه رامنځته شوي دي او موږ هڅه کوو چې نړیوالې مرستې په شفافه توګه مصرف شي او کومې ستونزې چې په تېر کې وې، د هغې مخه ونیول شي."
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان سوپکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د نړیوالې ټولنې د مرستې یوه لویه برخه د جنګسالارانو په ګټه تمامې شوې دي.
ښاغلي سوپکو له یوې کاناډايي رسنۍ سره په خبرو کې که څه هم د چا نوم نه دی اخیستی، خو ویلي یې دي چې له افغانستان سره مرسته شوې پیسې یا هم د دُبۍ بانکونو ته انتقال شوي او یا د لوکسو کورونو او موټرو په پیرولو مصرف شوې دي.
جان سوپکو وايي چې د امریکا او نورو مرسته کوونکو هېوادونو بې حسابه مرستو او په افغانستان کې د یو نظارتي سېستم نه موجودیت په دې هېواد کې اداري فساد ته پراختیا ورکړې ده.
هغه له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي چې تر هغه وخته چې په دغه هېواد کې د نړیوالو مرستو د مصرف په هدف یو لازم سېستم نه وي جوړ شوی، باید خپلې مرستې وځنډوي.
په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې د اصلاحاتو او اداري فساد پر ضد د مبارزې کمېسیون رئیس سید محمد شریفي بلخابي هم ټینګار کوي چې د نړیوالو د مرستې زیاته برخه شخصي جیبونو ته تللې ده.
خو ښاغلی شریفي په دې باور دی چې په دې هېواد کې د فساد د مخنیوي لپاره یوازې شعار بسنه نه کوي، بلکې په دې برخه کې عملي مبارزه پکار ده.
نوموړي زیاته کړه:
"بلې هو! مرستې حیف او میل شوي، خو د هر چا که هغه داخلي وي او یا خارجي، مجاهد وي، که چپی او یا هم شرقي وي، که غربي او هر قوم پورې چې اړه ولري، باید پر وړاندې یې اقدام وشي او د فساد مخه ونیول شي، تر هغې چې د فساد مخه ونه نیول شي، دا هېواد نه شي رغېدای، مرسته کوونکي هم باید توجه ولري چې د فساد پر وړاندې مبارزه وشي او موږ یې ملاتړي یوو."
له بله خوا د اقتصادي چارو افغان کارپوه عبدالله واحدیار وايي چې د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو ځنډول یا کمول نه شي کولای چې دلته د فساد مخه ونیسي.
نوموړی د افغانانو فقر او د نړیوالو د مرستو اړتیا ته په کتو وايي چې یادې مرستې باید دوام پیدا کړي، خو د فساد د مخنیوي لپاره باید یو میکانیزم رامنځته شي.
راپور: حدیث پردېس