تمه ده چې د بریتانیا صدراعظمه ټرزا مې به په نیویارک کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره په کتنه کې په ایران کې د یوې زنداني ایراني الاصلې مېرمنې د خوشې کېدو غوښتنه وکړي.
نازنین زاغري راتکلف د ټامسون رویټرز خیریه بنسټ کارکوونکې ده چې د ۲۰۱۶میلادي کال په اپریل میاشت کې د ایران په هوايي ډګر کې ونیول شوه.
نازنین زاغري پهدې تور چې د ایران د اسلامي نظام د نسکورولو په پلان کې لاس لري په ۵ کاله بند محکومه شوې ده.
د ټرزا مې دفتر پرون په یوه بیان کې وویل چې د بریتانیا صدراعظمه به د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې له ولسمشر حسن روحاني سره ورګوي او تمه ده چې د مېرمن زاغري د خوشې کولو په ګډون پر یو لړ مسایلو به خبرې ورسره وکړي.