د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس د ایراني چارواکو هغه تورونه رد کړي دي چې وايي، په اهواز ښار کې پر یوه پوځي پریډ په تروریستي برید کې د امریکا لاس و.
مټېس پرون په پنټاګون کې د څرګندونو پرمهال دا ادعا خندوونکې وبلله او ویې ویل چې سپینې ماڼۍ دا حمله په هماغه ورځ وغندله.
ایراني چارواکي وايي چې په جنوبي ښار اهواز کې پهدې حمله کې د یو ۴ کلن ماشوم په ګډون ټول ۲۵ کسان وژل شوي دي.
د ایران مذهبي مشر، ولسمشر او نورو چارواکو ویلي چې دا حمله په سیمه کې د امریکا ګوډاګیو رژیمونو کړې ده.
د امریکا دفاع وزیر ښاغلي مټېس وویل چې ایراني چارواکو تراوسه لږترلږه ۳ هېوادونه او یوه تروریستي ډله په دې حمله تورن کړي او زیاته يي کړه، وبه لیدل شي چې دا لېست نور څومره اوږدېږي.