د انتخاباتو کمېسیون: د ولایتي دفترونو په تړلو کې دخیل نوماندان به لېسته وايستل شي

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ادعا کوي چې د ولسي جرګې يو شمېر کاندیدانو د دغه کمېسون د ولایتي دفترونو په تړلو کې لاس درلود او نومونه به یې له وروستي لېسته وايستل شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې د هغو کاندیدانو په اړه څېړنې پيل کړي چې د يو شمېر معترضینو سره یې د دغه کمېسيون د ولایتي دفترونو په تړلو کې لاس درلود.

د دغه کمېسيون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات وايي، د دوی د څېړنو له مخې، يو شمېر کاندیدانو هغه تذکرې چې د انتخاباتو کمېسيون ته یې د نوماندۍ لپاره وړاندې کړې وې، همغه تذکرې یې د ګوندونو لوی ائتلاف ته هم ورکړې دي.

ښاغلی سادات ګواښ کوي چې د څېړنو په پای ته رسېدو سره به د دې ترڅنګ چې د دغو نوماندانو نومونه له وروستي لېسته وايستل شي، دوی به عدلي او قضايي بنسټونو ته هم ور وپېژندل شي.

نوموړي وویل:

"کوم کسان چې له ائتلاف او سیاسي ګوندونو سره مرسته کوي چې دوی د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د ساحوي دفترونو په وړاندې خنډونه رامنځته کړي او هغه هم نوماندان وي، نو موږ دغه کسان په نښه کوو او نومونه يې له لېسته ويستل کېږي، دغه شان دغه نوماندان عدلي او قضايي ارګانونو ته پېژندل کېږي، په دې تړاو کار جریان لري او تاسو پوهېږئ چې لا هم په کندهار کې زموږ يو سیمه ییز دفتر تړلی دی."

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون له دې وړاندې هم د ولسي جرګې کاندیدانو ته خبرداری ورکړی و چې که دوی کومه ناغېړي وکړي، نومونه به یې حتی د رأیو تر شمېرولو وروسته هم حذف او رأیې به یې باطلې اعلان شي.

لوی ملي ائتلاف له یولک جعلي سټیکر شویو تذکرو له افشا کولو وروسته، په هرات، ننګرهار، کندز او بلخ ولایتونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د سیمه ییزو دفترونو په تړلو لاس پورې کړ.

له دې وروسته د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون لوی ملي ائتلاف د انتخاباتو په وړاندې د خنډونو په رامنځته کولو تورن کړ او خبرداری یې ورکړ چې د میزان د ۲۸ مې د انتخاباتو په تړاو د هرې ستونزې مسؤلیت به د دغه ائتلاف په غاړه وي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسيون له خوا د انتخاباتو په ورځ له بایومټریک سېستمه د ګټې اخېستنې په اړه، تر اعلان وروسته اوس د دواړو لوریو ترمنځ د نظر يووالی محسوسېږي او دغه کمېسيون اوس د هغو نوماندانو په لټه کې دی چې له قانونه یې سرغړونه کړې ده.

د انتخاباتو په کمېسيون کې يو شمېر سرچینې وايي چې يو شمېر هغه کاندیدان چې په لویو کړیو او یا هم حکومتي چارواکو پورې تړلي دي، د دغه کمېسيون د سیمه ییزو دفترونو په تړلو کې یې لاس درلود.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د دغې ادعا په اړه د سیاسي ګوندونو غبرګون څه دی؟

د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د سیمه ییزو دفترونو په تړلو کې له دوی سره يوازې خلکو مرسته کړې ده.

فضل الرحمان اوریا

دی وایي:

"له زموږ سره ټول خلک ملګري وو او خلکو له زموږ سره د اړتیا له مخې مرسته وکړه، هغه سل زره جعلي تذکرې چې موږ افشا کړې، ترڅنګ یې شااوخوا يو میليون نور اسناد هم زموږ په واک کې دي چې غواړو په راتلونکې کې یې لویې څارنوالۍ ته وسپارو، څو له تقلب کوونکو سره د قانون له مخې چلند وشي."

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب زاده وايي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د سیمه ییزو دفترونو په تړلو کې د کاندیدانو د لاس لرلو موضوع ورته تر ډېره د منلو نه ده.

ښاغلی ایوب زاده وايي، که دغه کمېسيون په دې تړاو اسناد لري، نو د رسنیو پرځای دې د انتخاباتي شکایتونو کمېسيون ته وسپاري چې په دې اړه له سرغړوونکو کاندیدانو سره د قانون له مخې چلند وکړي.

راپور: محمد واصل وصال