د غزني د ولایتي شورا غړي اندیښمن دي چې د دغه ولایت مرکز ته نېږدې سیمو او اکثرو ولسوالیو کې په لسګونو ښوونځي تړلي دي.
د دې ولایت د ولایتي شورا غړي او ځینې اوسیدونکي یې وايي، پهدغه ولایت کې شاوخوا ۳۰ فیصده ښوونځي تړلي دي.
دوی وايي، د دغو ښوونځیو د تړلو له امله لسګونه زره ماشومان له زدهکړو بې برخې شوي او که تدابیر ورته ونیول شي، د یاد ولایت ډېری ماشومان به د زدهکړو له نعمته بې برخې شي.
د یاد ولایت د ولایتي شورا غړې فاطمې رحیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په غزني ولایت کې دغه ستونزه له پخوا راهیسې موجوده وه، خو پر ښار د وسلهوالو مخالفینو تر بریدونو وروسته، نوره هم زیاته شوې ده.
نوموړې وايي:
"د غزني په اکثرو ولسوالیو کې ښوونځي تړلي. کلونه - کلونه خلکو زحمت وایست په شخصي پیسو یې یو شمېر ښوونځي جوړ کړل، ماشومان یې ور ولېږل، خو دښمنانو دغه ښوونځي وسوځول، له همدې امله د زدهکوونکو برخلیک نامعلوم دی. کله چې ښوونځي تړلي وي او په حکومت کې هم د همکارۍ روحیه نهوي موجوده، معلومه ده چې هم خلک اوهم زدهکوونکي اندیښمن دي."
د افغانستان د پوهنې وزارت دا مني چې وسلهوالو مخالفینو د دغه ولایت په ناامنو ولسوالیو کې یو شمېر ښوونځي یا زیانمن کړي او یا يې تړلي دي خو وايي، هڅې تیزې شوي چې د امنیتي ارګانونو په مرسته، تړلي ښوونځي بېرته فعال شي.
د دغه وزارت د خپرونو رئيس کبیر حقمل پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د غزني ولایت په هغو سیمو او ولسوالیو کې چې ناامنه او یا د وسلهوالو مخالفینو په ولکه کې دي، تړلي ښوونځي لرو، خو دا ستونزه د پوهنې وزارت له توانه پورته ده. امنیتي ارګانونه هڅې کوي چې امنیت راولي."
په دې اړه نور: د پوهنې وزارت جنوب او جنوب ختیځو سیمو ته د کتابونو ویش پیل کړید راپورونو له مخې غزني ولایت نېږدې ۷۰۰ ښوونځي لري چې د دوه نیم لکو په شاو خوا کې نجونې او هلکان پهکې زده کړې کوي.
سربېره پر ښوونځيو، غزني دارالمعلمین او پوهنتون هم لري چې د تعلیم او تربیې، شرعیاتو، اقتصاد او کرنې په څانګو کې یې د ۲۰۰ نجونو په ګډون ۱۵۰۰ محصلین تحصیل کوي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ارګانونو هڅې تېزې کړي چې ددغه ولایت تړلي ښوونځي پرانېزي.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل:
"په غزني ولایت مو تعرضي او تهاجمي عملیاتو ته زور ورکړی. هڅه مودا ده هغه سیمې چې تعلیمي، ټولنیز او بشري خدمتونه پهکې نهشته، له دښمنانو یې پاکې کړو او خلک مو له ټولو بشري خدمتونو نه مستفید شي."
د چارو پوه نسیم ګل توتاخېل وايي، د هېواد راتلونکی او پرمختګ په ځوانانو او ماشومانو پورې تړلی او که پرمخ یې له لومړي پړاوه د زدهکړو او لیک لوست دروازې وتړل شي، د نوي کهول لکونه نجونې او هلکان به نالوستي پاتې شي چې دا د اندېښنې وړ موضوع ده.
راپور: خان محمد سیند