مطفي: د ټاپي پروژې د سروې عملي کارونه ښه پرمختګونه لري

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ټاپي پروژې د سروې عملي کارونه ښه پرمختګونه لري.

د یاد وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل، د فیصدۍ له مخې، د ناچاودو مهماتو په تخنیکي برخه کې ۸۸ سلنه، د ځمکو د استملاک په برخه کې ۴۳ سلنه، د چاپېریال د اغېزمنتیاو د ارزونې په برخه کې ۷۵ سلنه، د مسیر د ټاکلو په برخه کې ۱۶ سلنه او په جیوتخنیکي برخه کې هم د دغې پروژې ۸۰ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.

دی وايي، د ټاپي پروژې کار د حکومتونو تر منځ له پرېکړې سره سم په پنځو ولایتونو او ۲۲ ولسوالیو کې په ښه طریقه مخ ته تللي او تر اوسه يې ۱۲۰۰ کسانو ته په مستقیمه توګه د کار زمینه برابره کړې ده.

ښاغلی مطفي وايي، په هغو سیمو کې چې کار پراخېږي، ورسره د کارکوونکو شمېر هم زیاتېږي.

په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان د مشرانو له خوا رسماً په هرات کې پرانيستل شو.