د هانک کانګ چارواکو د خپلواکۍ پلوي یوه ګوند پر ضد اقدام کړی

د هانک کانګ چارواکو د خپلواکۍ پلوي یوه ګوند پر ضد اقدام کړی دی او د هغې پر فعالیت يې بندیز لګولی دی.

د هانک کانګ د امنیت وزیر نن اعلان وکړ چې د هانک کانګ ملي ګوند نور د فعالیت حق نه لري.

هغه وویل، دا پریکړه ملي ګټو ته پام شوې ده.

دې اقدام په هانک کانګ کې چې د چین تر ادارې لاندې دی، د سیاسي ازادیو په اړه اندیښنې پیدا کړي دي.

د هانګ کانګ د چارواکو د حکم له مخې په ملي ګوند کې شاملېدل او د هغې لپاره مالي منابع برابرول غیر قانوني عمل دی او څوک چې له دې اوامرو سرغړونه کوي په درې کاله بند او ۱۲ زره ډالره نقدي جریمه محکومېږي.

له ۱۹۹۷ کال راهیسې چې بریتانيې هانک کانګ چین ته سپارلی دی دا هېواد د دوه سیسټمونو له مخې اداره کېږي.

چین موافقه کړې ده چې هانګ کانګ ته به چې ۷ عشاریه څلور میلیونه نفوس لري تر ډېره حده خپلواکي ورکړي او اجازه به ورکړي چې چین ته يې د ادارې تر سپارل کېدو پنځوس کاله وروسته هم اوسنۍ ټولنیز او اقتصادي سیستم دوام وکړي.