ټرمپ د لیدنو کتنو له یوه مصروف مهالویش سره نیویارک ته رسیدلی

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لیدنو کتنو له یوه مصروف مهالویش سره نیویارک ته رسیدلی دی.

ولسمشر ټرمپ پرون وویل، دی به په نیویارک کې د جاپان د له صدراعظم شینزو ابي سره وویني او له هغه سره به د سوداګرۍ او پوځي مسایلو په اړه خبرې وکړي.

نوموړی په داسې وخت کې نیویارک ته رسیدلی چې د نړۍ ګڼ شمېر مشران او لوړ رتبه چارواکي د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون په خاطر دې ښار ته په رسېدو دي.

ولسمشر ټرمپ به سبا ته د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وینا وکړي چې د امریکايي چارواکو په وینا د ایران، په بریتانیا کې د پخواني روسي جاسوس د مسمومېدو د قضیې، د شمالي کوریا د اټمي پروګرام او د کیمیاوي وسلو په ګډون د یو شمېر موضوعات په اړه به څرګندونې وکړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډو کې د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره هم وویني.