د پوهنې وزارت جنوب او جنوب ختیځو سیمو ته د کتابونو ویش پیل کړی

کبیر حقمل

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د جَنوب او جنوب ختیځو سیمو ته د یو میلیون جلده کتابونو د ویش پروسه یې پیل کړې.

دا خبره د یاد وزارت د خپرونو رئیس او ویاند کبیرحقمل بېګاه شپه ازادي راډیو ته وکړه:

"موږ د شاوخوا یو میلیون جلده کتابونو ویش د یکشنبې په ورځ پیل کړ. دا کتابونه د هغو سیمو لپاره دي چې تودې سیمې دي. د هېواد په جنوب او ختیځ کې ځینې سیمې دي. انشاالله په یوه اوونۍ کې به دا کتابونه ورسېږي."

ښاغلي حقمل وویل چې د هېواد ځینو سړو سیمو ته د کال له پیله څه باندې یو میلیون جلده درسي کتابونه ویشل شوي دي.

په درسي کتابونو کې تر ټولو زیات انتقاد په تېروتنو وه چې د پوهنې وزارت د ویاند په خبره یاد وزارت د درسي کتابونو د املايي او انشايي تېروتنو د اصلاح لپاره کار کړی او تر ډېره یې دا ستونزه حل کړې ده.