د تیلو د صادرونکو هېوادونو یا اوپک سازمان غړیو او په نړۍ کې د تیلو نورو لوی تولیدونکو موافقه کړې چې د تیلو د بیې د کمولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غوښتنې سره - سره زیات تیل تولید نهکړي.
د روسیې په شمول د نړۍ د تیلو د لویو صادرونکو او اوپک سازمان دا پرېکړه په الجزایر کې وشوه.
اوپک په یوه اعلامیه کې ویلي چې د تیلو د اوسنۍ اندازې تولید یې ښه دی او نه یې زیاتوي.
د تیلو بیه پهدې وروستیو میاشتو کې د ایران د تیلو د صادراتو د کمېدو په سبب په نړیوالو بازارونو کې زیاته شوې.
د ایران د تیلو صادرات پهدغه هېواد کې د امریکا تر بندیزونه وروسته کم شوي.