روحانی: د خوزستان برید د عرب توکمو جلا غوښتونکو کار دی

حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني په خوزستان ولایت کې وروستۍ برید د عرب توکمو جلا غوښتونکو کار وباله.

هغه وویل، دوی د خلیج د یوه هېواد له ملاتړه برخمن دي:

"موږ ته بیخي واضحه ده چې چا دا کار کړی، کومه ډله ده، په چا پورې تړلې ده. د خلیج فارس یو جنوبي هېواد هم د دوی مالي او تسلیحاتي او سیاسي مسایل په غاړه اخېستي."

روحاني پرون دا هم وویل چې د خلیج واړه هېوادونه د امریکا له ملاتړ برخمن دي.

د شنبې په ورځ په اهواز کې وسله‎والو په ډزو سره د سپاه د ۱۲ غړیو په شمول ۲۵ کسان ووژل او شپېته نور یې ژوبل کړل.

امریکا او ملګرو ملتونو دا بریدونه غندلي او امریکا د ایران تورونه هم بې ځایه بللي.