په هلمند کې د ښوونکو د استخدام په هدف له ۱۶۳۹کسانو ازموینه واخېستل شوه

په هلمند ولایت کې د ۱۶۳۹ کسانو څخه د معلمۍ له‎پاره ازموینه واخېستل شوه.

د دې کسانو څخه به شاوخوا ۶۰۰ هغه کسان انتخابېږي چې تر ټولو ډېرې نومرې يې وړې وي.

د پوهنې د ریاست مسوولین وايي، تر دې علاوه په سلګونو نورو ښوونکو ته هم اړتیا لري.

ویل کېږي د یو شمېر ولسوالیو ښوونکو ته وسله‎والو طالبانو اجازه نه‎ده ورکړې چې په یاده ازموینه کې ګډون وکړي.

په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په دې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د داعي راپور