انتخاباتو کمېسیون: ګوته په شمار تړلي ولایتي دفترونه به ژر بېرته پرانېستل شي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په بلخ کې یې ولایتي دفتر بېرته پرانېستی او د کندهار د دفتر د پرانېستلو هڅه هم روانه ده.

په شپږویشتو نورو ورځو کې به یعنې د میزان په اته ویشتمه افغانان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې برخه واخلي.

په ځینو ولایتونو کې د انتخاباتي کمېسیونونو د دفترونو تړلې دروازې او امنیتي وضعیت د دې پروسې له مهمو ننګونکو عواملو یادېږي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند مرزا محمدحق پرست ازادي راډیو ته وویل چې ژر به ځینې په ګوته شمار تړلي ولایتي دفترونه بېرته پرانېستل شي.

مرزا محمدحق پرست

نوموړی وايي:

"خوشبختانه په بلخ کې زموږ ولایتي دفتر خلاص شوی دی. کندهار ته هم خوشبینه یو چې سبا او یا بل سبا هلته هم زموږ دفتر خلاص شي. په‎دې برخه کې کومه ستونزه نه‎لرو. خوشبیني موجوده ده. سیاسي احزابو انعطاف ښودلی او د بایومټریک هغه طرحه چې دوی پيشنهاد کړې وه هغه به تطبیقیږي. د فعلاً لپاره د مرکزي او ولایتي ادارو د دروازو د تړلو په برخه کې موږ کومه اندېښنه نه‎لرو."

ښاغلي حق‎پرست د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت په اړه هم د حکومت او انتخاباتو کمېسیون له اقداماتو ډاډ ورکړ.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت هم ډاډ ورکړی چې د را روانو انتخاباتو د امنیت لپاره به د افغانستان له امنیتي او دفاعي ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.

په دې اړه نور:

ارګ: د انتخاباتو په اړه د ناټو یوه جنرال د همکارۍ ژمنه کړې

د افغانستان د لوی ملي ائتلاف پلویانو په هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار او کندز کې یا د انتخاباتي کمېسیونو دفترونه تړلي وو یا یې هم تر مخې د تحصن خیمې جوړې کړې وې.

د دغه ائتلاف مشرتابه پلاوی تور پورې کوي چې انتخاباتي پروسه شفافه نه‎ده او دوی به‎یې په وړاندې خپل مدني حرکتونه جاري ساتي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید وايي چې د انتخاباتي پروسې سیاسي مخالفین باید د انتخاباتي کمېسیونونو د دروازو د تړلو پر ځای له حکومت سره مذاکره وکړي او حکومت دې هم د دې کار زمینه برابره کړي.

یوسف رشید

نوموړی وايي:

"هغه موارد چې د اندېښنې وړ دي په هغو باندې باید خبرې وشي، تخنیکي بحثونه وشي، حل‎لارې ورته ولټول شي او ټولې خواوې باید پرې قناعت وکړي. په‎داسې وخت کې سل په سلو کې غوښتنې عملي هم نه برېښي. نو زه د دفترونو تړل د دې پروسې لپاره یو جدي ګواښ ګڼم. که دا کار روان وي دا د خلکو سره جفا ده او خصوصاً دغه نوې ولسواکي چې په افغانستان کې د منزل په حالت کې ده. دا له خنډونو سره مخ کوي او اعتبار یې ساقطوي."

افغان حکومت ژمنه کړې چې انتخابات به په پوره شفافیت ترسره شي او د ترسره کولو لپاره به یې مالي او تخنیکي امکانات برابر کړي.

صفي‎الله ستانکزی