په بلخ کې ماین چاودنې ۴سرحدي پولیس وژلي

په بلخ ولايت کې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې ۴ سرحدي پوليس وژل شوي او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي.

د بلخ د شورتپې ولسوال محمد کريم ازادي راډيو ته وويل، پېښه نن ماسپښين د دې ولسوالۍ په توقي کلي کې شوې ده.

ولسوال وايي ماين د پوليسو پر موټر چاودلى چې له دغه کلي څخه د حيرتان پر لوري روان و.

د دې پېښې مسووليت چا نه دى منلى.