د نړۍ د کاتوليک عيسويانو مشر پاپ فرانسيس په لتوانيا کې د هغو کسانو د درناوي مراتم پر ځاى کړل چې د شوروي او نازيانو د اشغال په وخت کې يې کړاو ليدلى او په لتوانيا کې مړه شوي دي.
پاپ نن د بالتيک حوزې دغه هېواد ته د خپل سفر په دويمه ورځ په دې مناسبت مراسمو کې برخه واخيسته.
ده د هغو يهودانو د درناوي مراتب هم پرځاى کړل چې د نازيانو د درې کلن اشغال پر مهال مجازات شوي يا د ډله ييزو وژنو کمپونو ته لېږل شوي وو.
د لتوانيا د هغو خلکو لپاره يې هم د درناوي مراتب پر ځاى کړل چې د شوروي اتحاد د پنځوس کلن اشغال پر مهال له دغه هېواد څخه اخراج کړاى شول، د شاقه کارونو کمپونو ته لېږل شول يا هم په کورونو کې وځپل شول.
لتوانيا، لاتويا او ايستونيا د روسيې د لويې امپراطورۍ او بيا د لنډې مودې لپاره د شوروي برخه وو، خو دغو هېوادونو ١٠٠ کاله مخکې خپله خپلواکي اعلان کړه.
دغه کوچني هېوادونه په ١٩٤٠مېلادي کال کې د شوروي اتحاد له خوا اشغال شول، وروسته بيا د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د جرمني له خوا.