انتخاباتي څارونکي: په انتخاباتو کې له بایومټریک سیسټم نه کار اخیستل امکان نه‌لري

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا​ وايي،د مېزان د ۲۸ نېټې د انتخاباتو برخلیک لا هم ګونګ او د دغه پروسې د مدیریت په برخه کې د کمېسیون کار له انتقادونو سره مخ دی.

د دغه بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید له ازادي راډيو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې حکومت او کمېسیون ډېر وخت ضایع کړی خو اوس چې د انتخاباتو ورځ رانېږدې شوه یو نمایشي کار او لکه د تېرو انتخاباتو په شان لوبه تکراروي.

نوموړي زیاته کړه:

یوسف رشید

"په دې ظرفیت ستونزمنه ده چې په دې سیستم سره انتخابات تر سره کړو او ښه نتیجه دې ورکړي، خو که وغواړو چې دا سیستم یوازې د ګوندونو د غلي کولو لپاره ولرو ناممکنه ده."

د ولسي جرګې انتخاباتو ته ۲۷ ورځې پاتې دي او د انتخاباتو کمېسیون پر ټاکل شوي وخت د انتخاباتو د تر سره کېدو خبره کوي.

د بایومټریک سیستم د دستګاوو او وسایلو لېږد، په اړه یې عامه پوهاوی، د ظرفیتونو جوړول، کارکونکو ته د لازمو زده کړو ورکول، په کمېسیون کې د ډېټابېس ځای پر ځای کول هغه پړاونه دي چې د څارونکو په باور لږ تر لږه دوه میاشتې وخت نیسي.

دا څارونکي وايي، پاتې کم وخت ته په کتو په لوړه بیه د بایومټریک د وسایلو او دستګاوو اخیستل د افکارو د بدلولو پرته بله نتجیه نه لري.

د ګوندونو، حکومت او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون تر منځ له اختلافاتو وروسته د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تېره اوونۍ ومنله چې د مېزان د ۲۸ نېټې انتخابات د بایومټریک سیستم نه په استفادې تر سره کوي، هغه غوښتنه چې په وروستیو څو میاشتو کې غیر عملي بلل کېده.

له ډېرو اړیکو سره سره ونه توانېدو چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم ولرو.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم په دغې پرېکړې تر ډېره باوري نه دی چې ایا وبه کولای شي د انتخاباتو په ورځ دا سیستم د رايي ورکونې په مرکزونو کې فعال کړي او که نه؟

د یاد کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات له ازادي راډيو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې هغه جرمنی شرکت کوم چې د بایومټریک سیستم د دوی په واک کې ورکوي ونه شي کړای چې په خپل وخت سره یاد سیستم د رایې ورکونې په مرکزونو کې فعاله کړي، انتخابات به د کاغذي تذکرو له مخې تر سره شي:

"له یوه جرمني شرکت سره خبرې شوي چې دا دستګاه او وسایل زموږ په واک کې راکړي، خو دغې کمپنۍ ویلي چې دا سیستم زده کړې او وخت ته اړتیا نه لري، دا دستګاه د لسو ساعتونو لپاره چارج ساتي یو پاوربانک لري چې نورو وسایلو لکه پرنټر ته هم بريښنا ورکوي، یعنې موږ ستونزه نه لرو خو که په وخت موږ ته وسپارل شي، بیا هم هماغه شرط مطرح کوو چې د میزان ۲۸ دې له ځنډ سره نه مخ کوي موږ چمتو يو چې په دغې ورځ ورڅخه استفاده وکړو."

اخوا د افغانستان د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل الرحمان اوریا وايي، لاهم ځینې پوښتنې شته چې حکومت یې باید د یوې کمیټې په رامنځته کولو ځواب کړي.

د نوموړي په خبره لا معلومه نه ده چې د کوم میکانیزم او کړنلارې له مخې به له یاد سیسټم نه ګټه اخیستل کېږي او څنګه یې باید څارنه وشي.

ښاغلی اوریا وايي، د دوی د معلوماتو له مخې د بایومټریک د هغه سیسټم له مخې چې د انتخاباتو کمېسیون یې د رای ورکولو په ورځ د کارونې خبره کوي یو تن کولای شي چې څو ځایه خپله رای وکاروي او دا چې د ورځې په پای کې هغه رایې باطل او که د اطلاعاتو بانک ته داخلېږي دا هم معلومه نه ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ