سرحدي ځواکونو په کندهار کې د پاکستان د اغزن سیم غځولو مخه نيولې

افغان سرحدي ځواکونو په کندهار کې د پاکستان لخوا د اغزن سیم غځولو مخه نيولې ده

په کندهار کې د سرحدي ځواکونو د څلورمي لوا رئیس ارکان ډګروال امين الله د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پاکستاني پوځيان د کندهار ولایت د سپین بولدک او ښوراوک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانو په سیمه کې شااوخوا درې سوه متره د افغانستان خاوري ته ننوتلي وو او غوښتل چې اغزن سيم تېر کړي چې امنیتي ځواکونو يې مخه نېولې ده.

ډګروال امين الله وویل اوس د سرحدي ځواکونو پلاوی سيمي ته رسېدلی او تر څېړنو وروسته به نور جزئيات له رسنیو سره شريک کړي.

پاکستان له څو میاشتو راهیسې پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم د غځولو چارې پيل کړې دي چې افغان حکومت غیر قانوني بللې دي او دغه کرښه یې غیر رسمي او نا منل شوې پوله بللې ده.