په ویکټوریا جهیل کې د ډوبې شوې بېړې د مړو شمېر ۲۰۹ ته لوړ شوی

د تنزانیا د ټرانسپورت وزیر پرون شنبه وویل چې په ویکټوریا جهیل کې د بېړې د ډوبېدو له امله د مړو شمېر ۲۰۹ ته لوړ شوی دی.

په سیمه کې د ژغورنې مامورین لا هم په کار لګیا دي.

د تنزانیا د ټرانسپورت وزیر اسحاق کموي ویلي چې د ژغورنې په عملیاتو کې ډېر جسدونه موندل شوي، خو یو تن ژوندی موندل شوی دی.

د ویکټوریا په نوم دا جهیل د تنزانیا، کینیا او یوګندا ترمنځ پروت دی.

د تېرې پنجشنبې په ورځ په ویکټوریا جهیل کې یوه بېړۍ چې د ۱۰۱ کسانو لپاره یې ځای درلود، له ډېرو خلکو ډکه شوې وه او ساحل ته نېږدې ډوبه شوه.

لا نه ده څرګنده شوې چې څومره کسان په دې بېړۍ کې سپاره وو.

د تنزانیا ولسمشر دا پېښه د خپل ولس لپاره ستره غميزه بللې او امر یې کړی چې هغه کسان چې دا بېړۍ یې په غیرمسؤلانه ډول له ډېرو خلکو ډکه کړې وه، وبه نیول شي او مجازات به شي.