د ایران په اهواز ښار کې په حمله کې د وژل شویو شمېر ۲۵ ته لوړ شو

د ایران په اهواز ښار کې پرون شنبه پر یوه پوځي پرېډ په حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵ ته لوړ شو.

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا په حواله، په دې حمله کې ۵۳ تنه ټپیان شوي دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې پر ایران حمله کوونکو ته به سخت ځواب ورکړي.

ایرنا خبري اژانس د "باخبرو سرچینو" په حواله وايي چې په اهواز کې پرون وسله والو کسانو چې پوځي جامه یې اغوستې وه، پر هغه ځای چې ایراني چارواکي د پرېډ لیدو ته ولاړ وو، ډزې وکړې.

د ایران د وسله والو ځواکونو یوه ویاند جنرال ابوالفضل شکارچي حمله کوونکي ترورېستان بللي دي.

هغه پرون په ټلوېزیوني وینا کې وویل:

"څلورو ترورېستانو چې سیمې ته یې خپلې وسلې هم مخکې له مخکې راوړې وې او څو ورځې مخکې لا په دې سیمه کې پټ شوي وو، د پرېډ د سېلانیانو په جامه کې راغلي وو او بیا یې وسلې را واخیستې او پر خلکو یې ډزې وکړې. "

په اهواز کې پرونی پوځي پرېډ د ایران او عراق د جګړې د پیل د کلیزې په مناسبت ترسره کېده.

د ایران او عراق جګړه په ۱۹۸۰ میلادي کال کې پیل او په ۸۸ کې پای ته ورسېده.

د پرونۍ حملې مسؤلیت د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش اخیستی دی.

د ایران د حکومت ضد عربي ډلې د "احواز د ملي مقاومت غورځنګ" هم د حملې مسؤلیت اخیستی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې حمله هغو ترورېستانو کړې چې له بهرنیو رژیمونو پیسې تر لاسه کوي.

حسن روحاني

​ولسمشر حسن روحاني پرون وویل:

"وړې حملې ته به هم د ایران د اسلامي جمهوريت ځواب ستر او ځپونکی وي، هغه کسان چې دې ترورېستانو ته استخباراتي معلومات ورکوي او پروپاګند کوي، باید دې ته ځواب ووايي."

ایرنا خبري اژانس ویلي چې د مړو په شمېر کې بدلون راتلای شي.

خو دا یې نه دي ویلي چې په مړو او ټپیانو کې د ایران د انقلابي ګارد غړي هم شامل دي، که نه.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم ویلي چې د انقلابي ګارد اته غړي وژل شوي دي.

د ایران د وسله وال ځواک ویاند جنرال ابوالفضل شکارچي وویل چې له څلورو حمله کوونکو درې تنه ځای پر ځای ووژل شول او درېیم په روغتون کې مړ شوی دی.