د ایران ولسمشر وايي له خپلو میزائلو به لاس وانه خلي

د ایران ولسمشر حسن روحاني ژمنه وکړه چې تهران به د امریکا د فشار سره سره له خپلو میزایلو لاس وانه خلي.

روحاني دا څرګندونې د ایران او عراق تر منځ د ۱۹۸۰ کال د جګړو د پیل په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وکړې.

د و لسمشر روحاني خبري د دولتي ټلوېزیون له لارې خپرې شوې، هغه وویل:

"ایران به نه له خپلو دفاعي وسلو لاس واخلي او نه به خپله دفاعي وړتیا راکمه کړي."

په دې کې هغه توغندي هم شامل دي چې امریکا یې په غوصه کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندي له ایرانه غوښتي وو چې خپل توغندویې پروګرام وځنډوي.

ولسمشر ټرمپ په مې میاشت کې د ایران د اټمي تړونه د وتلو اعلان وکړ او ویې ویل چې دغه تړون نه دی توانېدلی د ایران د توغندویې پروګرام مخه ونیسي.

ایران داسي بالستیک توغندي لري چې کولی شي ۳۵۰۰ کېلومتره واټن ووهي او په منځني ختیځ کې د اسرائیل او امریکا مرکزونو ته ورسېږي.

د ایران ولسمشر نن وویل چې امریکا به د عراق په څیر له ایران سره مقابله وبایلې. دی وایي، ټرمپ به هم د صدرام حسین په برخلیک اخته شي.