په ایران کې پر پوځي پرېد برید کې ۳تنه وژل شوي

په ایران کې پر یوه پوځي پریډ د برید په نتیجه کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

د ایران دولتي رسنیو وویل چې وسله والو کسان نن د سپتمبر ۲۲ په اهواز ښار کې پر یوه پوځي پرېډ دزې وکړې.

اهواز د ایران د خوزستان ایالت مرکز دی.

د ایران دولتي ټلوېزیون وایي، په دې برید کې هغه ایراني چارواکي په نښه شوي و چې د همدې پریډ د لیدو لپاره راټول شوي و.

دغه مراسم د ایران او عراق ترمنځ د تېرې اته کلنې جګړې د کلیزې په مناسبت جوړ شوي وو.

د دې برید د تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي.

د ایران نیمه رسمي خبري آژانس ایرنا ویلي چې د دوو برید کوونکو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

تسنیم نیمه رسمي خبري آژانس بیا وایي، د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي.

دغې رسنۍ وړاندي ویلي وو چې پدې برید کې یوه ښځه او یو ماشوم ټپي شوي دي.

تر اوسه د دې برید مسولیت چا نه دی منلی.