د لښکرګاه ځوانان د کرکټ اسیا جام لوبې پر لوی سکرین ګوري

د لښکرګاه ځوانان د کرکټ اسیا جام لوبې پر لوی سکرین ګوري.

د اسیا کپ لپاره په روانو سیالیو کي افغانستان خپلي دوې لوبې ګټلي دي او د پاکستان سره د شنبې د شپې لوبه يې وبایلله.

په لښکرګاه کې برېښنا تازه کمه شوي ده، یوه سوداګر په خپل شخصي لګښت د کرکټ مینوالو ته پر پروجکتور لوبه ښيي.

لوبې ته ناست ځوانان خوشالي کوي او هغه سوداګر چي د لوبې د ښولو امکانات يې ورته برابر کړي دي وايي، د دې کار نه يې موخه د ځوانانو ترمنځ د یووالي ټنګښت دی.

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي هم له ځوانانو سره یو ځای لوبه کتلې ده او په دې اړه نور حال راکوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د الیاس داعي راپور